امریکا وایي د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو احتمالي بریدونو ته تیاری نیسي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو مشران ښایي پر دوی د بریدونو امر ورکړي چې له همدې امله امریکایي ځواکونه دمګړی په افغانستان کې د طالبانو د احتمالي بریدونو ځواب ته په تیاري بوخت دي. پنټاګون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه خپاره شوي راپورونه وایي، د دوحې هوکړې پر بنسټ طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د سرتېرو تر ایستلو پورې به یې د اډو امنیت تامینوي او سخت دریځه ډلو ته به پر دوی د برید اجازه نه ورکوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































