د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوګر د وروستۍ چاودنې د غندلو تر څنګ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي. نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ددې سبب شوی چې دغه ډول غیر انساني بریدونو ته زمینه برابره شي له همدې امله یادې ډلې ته په کار ده چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. داکټر عبدالله عبدالله ویلي، دمګړی د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې ډېرې شوې دي خو دغه ډول وحشیانه او بزدلانه بریدونه کولی شي چې دا هڅې له خنډ سره مخ کړي او له افغانانو د سولې فرصت واخلي. ملي مصالحې عالي شورا یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دې سرتاسري اوربند اعلان کړي.
































