د ترویکا پلس غونډه چې پرون په دوحه کې پیل شوې ده، ګډونوالو یې ویلي چې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه په دې شرط لرې کوي چې دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي او د افغان کشالې سوله ییز حل ته غاړه کېږدي. دا غونډه چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شوې ده ګډونوالو یې دغه راز افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هڅولي دي. افغان حکومت او طالبانو په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تایید کړی دی او دواړو لوریو ویلي چې په یاده ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو هم ټینګار شوی دی.
































