فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په هند کې د کرونا وبا ناروغانو په یو روغتون کې اورلګېدنې اتلس کسان مړه کړي دي. د راپور له مخې، په دې پېښه کې چې تېره شپه رامنځته شوې ده په پایله کې یې په روغتون کې بستر پر کرونا وبا اخته ۱۶ ناروغان او دوه روغتیا پالان مړه شوي دي. راپور کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله راغلي چې پېښه د برېښنا مزو د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده. هندي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
































