د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لوګر ولایت کې پر پرونۍ موټر بم چاودنې خواشیني څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه کړې ده چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شي او جګړه ځپلي افغانان دې له روانو ناخوالو څخه وژغوري. پښتین زیاته کړې چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن وګړي یې باید نور دغه ارمان ته ورسېږي. منظور پښتین څرګنده کړې ده چې دوی په لر او بر کې د سولې غوښتونکي دي او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو افغانانو د سوله ییز ژوند لپاره به په ګډه پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوي.
































