طالبان وایي، دا چې د دوی او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د مې میاشتې لومړۍ ټاکل شوې وه خو د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، امریکا له شوې هوکړې په سرغړونې سره طالبانو ته د هر ډول مناسب اقدام لاره خلاصه کړې ده. د نوموړي په خبره، طالب جنګیالي د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي چې هغوی څه ډول پرېکړه کوي. نوموړي زیاته کړې چې هر ډول پرېکړه طالب مشرانو وکړه طالب جنګیالي به د هغه په رڼا کې عمل کوي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې یو ځل بیا تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی خو په ډېریو بریدونو کې طالبانو لاس لرل رد کړي دي.
































