رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د کرونا وبا ۴ لکه او ۱۹۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور پر بنسټ دا لومړی ځل دی چې په هند کې د کرونا وبا تر ۴۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبتېږي. راپور کاږي چې په همدې موده کې پر کرونا ویروس اخته ۳۵۲۳ کسان مړه شوي هم دي چې ورسره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمیر ۲ لکه ۱۱ زره او ۸۵۳ تنو ته رسېدلی دی. په هند کې له تازه ثبت شویو مثبتو پېښو سره په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمیر تر ۱۹ میلیونه اوښتی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د ورځې په زرګونو تنه د کرونا ضد واکسین تطبیقوي.
































