د سولې لپاره له نړیوالو او سیمهییزو هڅو سره هممهاله په هېواد کې نا امنۍ ډېرې شوې دي. د همدې نا امنیو په دوام د هېواد ګڼ ولایتونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهدان وو. تر ټولو خونړۍ یې وړم ماښام مهال په لوګر ولایت کې موټربم برید و چې له ډول ډول غبرګونونو سره مخ شوی دی. په پېښه کې تر ۲۴ پورې کسان وژل شوي دي. افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي، خو دغې ډلې یې تر دې دمه مسوولیت نه دی منلی.
وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د ځنډ خبره وکړه، طالبانو هم د بریدونو د ډېرېدو خبرداری ورکړ. په تېرو ساعتونو کې د هېواد ګڼ ولایتونه د نښتو، چاودنو او ان هدفي بریدونو شاهدان وو. تر ټولو خونړۍ پېښه د لوګر په مرکز پل علم کې موټربم برید و. وړم ماښام هغه مهال چې د پل علم اوسېدونکي پر روژه ماتي بوخت وو، خورا زورورې چاودنې یې روژه ماتی په غم بدل کړ. د ښار د ډېرې برخې د ودانیو ښیښې ماتې شوي او چاودنې ته نږدې سیمې ویجاړې شوي او زیانمنې شوي دي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د لوګر ځايي چارواکي وایي چې د یادو ځاني تلفاتو تر څنګ دغه چاودنې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د لوګر ولایت اوسېدونکي او حکومتي سرچینې وایي چې په چاودنه کې تر ډېره محصلین او هغه زدهکوونکي وژل شوي او ټپیان دي چې د لوګر له ازرې او ځینو نورو ولسوالیو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پل علم ته راغلي وو. د قربانیانو کورنۍ وایي چې دوی د عدالت غوښتنه کوي او حکومت یې باید ځواب ووايي. د لوګر والي بیا وایي چې دوی پر دغه پېښه سخت خواشیني دي، د اصلي عاملینو د پیدا کولو پلټنه یې روانه ده. هغه همدا راز ویلي چې د لوګر ولایت له زیانمنو شوو کورنیو سره به ژر تر ژره مرستې وکړي او په خبره یې په دغه ولایت کې یوه کمېټه جوړه شوې او دوی به د زیانمنو کورنیو لېست برابروي.
بلخوا دغه پېښه په کور د ننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ولسمشر غني په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه وحشیانه او غیر انساني دي. نوموړي د دې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې او وايي، طالبانو په دې ډول بریدونو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د جګړې پر سیاسي حل باور نه لري او جګړو ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو پر وړاندې روانه نامشروع جګړه پای ته ورسوي. د ده په خبره: «د نامشروع جګړې په دوام او د عامو افغانانو په وژلو سره طالبان د خدای او ملت پر وړاندې مسوول دي».
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي په ډېرولو سره دغه ډول بریدونو ته لار برابره کړې او په خبره یې، که وضعیت همداسې دوام کوي، نو د دې احتمال شته چې د افغان سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې لار خپله کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې ده او پر ښکېلو لورو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
د دې تر څنګ د هېواد د امنیتي ادارو مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې دغه پېښه د طالبانو کار بللی دی. د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات ویلي دا برید طالبانو کړی او په خبره یې، افغان ځواکونه به یې ځواب ورکړي. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم دا پېښه بوږنوونکې بللې او په خبره یې، طالبان به د ورته کړنو په دوام خپلو موخو ته و نه رسېږي.
































