د نوي زېلنډ لومړۍ وزیره جسنډا ارډن وايي، راتلونکې میاشت یې کابینه تر شپږو میاشتو خپله تنخوا شل سلنه کموي. نوموړې وايي، د تنخوا کمولو سره غواړي له هغو خلکو سره یووالی ښکاره کړي چې د کرونا وبا له امله له دندو لرې یا یې معاش کم کړل شوی دی. د جسنډا ارډرن تنخوا دوه لکه او پنځه اتیا زره امریکايي ډالره ده. نوموړې وايي، د حکومتي ادارو د مشرانو او نورو سیاستوالو تنخوا به هم کمه کړي. په نوي زېلنډ کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سم هغې سملاسي خپل هېواد کې په کورپاتې کېدو محدودیت پیل کړی. نوموړې دې ګام سره غواړي چې په هېواد کې یې کرونا وبا ډېره خپره نه شي.
































