د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په لوګر کې وروستی موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی. هغه په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دا یو بې مانا برید، غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل و. خلیلزاد زیاتوي دا برید پر بېګنا افغانانو او هغو ځوانانو شوی چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کاوه. خلیلزاد ویلي چې دغه برید او عاملین یې په کلکو ټکو غندي. وړمه ورځ ماښام مهال د لوګر په پل علم کې موټربم برید وشو چې د وروستیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
































