د وین د مذاکراتو په درېیم پړاو کې د ایراني لوري مرکچیانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سره له دې چې د مذاکراتو بهیر ټکنی دی خو پرمختګونه پکې شته دي. دغه مذاکرات په غیر مستقیمه توګه د ایران او امریکا ترمنځ اټومي هوکړې ته د ورګرځېدو پر سر پيل شوي دي. روسي چارواکو هم ویلي چې پرمختګونه شته دي. ددوی په خبره سره له دې چې اټومي تړون ته ورګرځېدل ګرانه چاره ده، خو ناممکنه نه ده. د مذاکراتو درېیم پړاو هم پای ته رسېدلی دی او پر پاتې مسایلو په څلورم پړاو کې خبرې کېږي.
































