د دواړو هېوادونو ځواکونو له سرحدي سیمو شاتګ کړی دی او پلاوو توافق کړی دی چې په خپلو کې به دایمي اوربند ته رسېږي. تاجکستاني او قرغزستاني چارواکو ویلي چې ستونزې ته به سیاسي حل پيدا کوي او له جګړو به لاس اخلي. دواړو لورو تر څو ساعته مذاکراتو وروسته پر دې هم توافق کړی دی چې ژر تر ژره به په کارپوه او مسلکي ډلې د پولې په اوږدو کې نښې نښانې ځای پر ځای کوي او په راتلونکې کې به له هر ډول جګړو او نښتو مخنیوی کېږي. د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ وروستیو ورځو کې پر پوله نښته وشوه چې ديرش کسه پکې ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.
































