د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان سیاسي مشران باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په موخه له طالبانو سره خبرو ته حاضر شي او سره متحد دې شي او یا دې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یوې ترخې جګړې ته په تمه پاتې شي. نوموړي تېره ورځ له اسوشیټډ پریس اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د بهرنیو ځواکونو وتل به ستونزې رامنځته کړي خو په خبره یې افغانان باید ټول پام سولې او ټیکاو ته وکړي. نوموړي ویلي چې پر سوله تمرکز د طالبانو او افغان حکومت په ګټه دی. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای ځکه چې آن هغه هېواد چې پر دوی ډېر نفوذ لري (پاکستان) هم په دې برخه کې د دوی ملاتړ نه کوي.
































