د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې خپل اهداف لاس ته راوړي او اوس وخت دی چې خپل سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي. نوموړي له سيبياس سره په تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د تګ هدف د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د طراحانو له منځه وړل و چې دا هدف تر لاسه شوی دی. نوموړي دغه راز د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي وویل، له افغانستانه د ځواکونو ایستل په دې مانا نه دي چې دا هېواد به یوازې پاتې وي، د امریکا سفارت به په افغانستان کې وي او امریکا به د افغانستان اقتصادي، انساني او پراختیایي ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته د هرې سناریو پر وړاندې مبارزې ته چمتو اوسي.
































