د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړې ده چې ورسره په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده، دې چارې بیا د هېواد د راتلونکې په اړه افغانان هم سخت اندېښمن کړي دي.
































