د عامې روغتیا وزارت تاييد کړه چې په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ اخته یو بل ډاکټر اقبال عمري هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل چې اقبال عمري په کور کې قرنتین و خو پرون یې تنفسي سیستم ستونزه پیدا کړې وه او د کابل افغان ـ جاپان روغتون ته لېږل شوی و چې د ټولو طبي وسایلو په کارولو سره بیا هم نوموړي نن ساه ورکړه. هغه زیاته کړه، عمري د کابل ښار په شینو زاده روغتون کې د جراحۍ برخې متخصص و. افغانستان کې دا درېیم ډاکټر و چې خپل ژوند یې د کرونا ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. له دې وړاندې د امیري روغتون یو ډاکټر حنیف الله حنیف او بل د ماشومانو متخصص ډاکټر یوسف اریوبي هم د یادې ناروغۍ له امله په کابل کې مړه شوي وو.
































