مارشال دوستم ته نږدې کس او د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند په تخار کې د سیمه ییزو پاڅونوالو د وژل شوي مشر او پخواني جهادي قومندان پیرم قل ضیایي وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې د نوموړي د وژل کېدو پېښه هدفي وژنې ته ورته ده. نوموړي زیاته کړې چې ضیایي له طالبانو سره تر جګړې وروسته د تخار په امنه ولسوالي رستاق کې له خپلو ۱۰۰ وسله والو سره پلی شوی، تلفون ته یې زنګ راغلی، راکټ راغلی او یوازې د ده پر سر لګېدلی دی. نوموړي ویلي چې په دغه پېښه کې د نوموړي له دوو ساتونکو پرته بل هیچا ته هم زیان نه دی اوښتی. بابر زیاته کړې چې په افغانستان کې له داسې پرمختللو وسلو څخه په ډېر ندرت استفاده کېږي او د دولت استخباراتي ادارې مسوولي دي چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي. پیرم قل ضیایي د جنبش ګوند له مهمو کسانو څخه بلل کېده چې د مخدره توکو په قاچاق، هدفي وژنو او باجګیریو کې پر لاس لرلو هم تورن و. نوموړی تېره ورځ د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې په یوه پېښه کې ووژل شو.
































