واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو وروستي توغندویي برید ته په اشارې ویلي چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې پر امریکایي اهدافو ورته بریدونه ډېر شي. ورځپاڼه کاږي، په کندهار کې شوي برید ته په کتو داسې ښکاري چې ښایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو تر څنګ پر امریکایي اهدافو هم بریدونه زیات شي. د ورځپاڼې په خبره، امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې پرېکړه کړې وه چې د مې میاشتې تر ۱۱مې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي خو بایډن د یادې هوکړې تر ارزولو وروسته دا موده وغځوله چې دې چارې طالبان غوسه کړل او خبرداری یې ورکړ چې امریکا هوکړه نقض کړې ده نو د بدو عواقبو پړه به یې هم د دوی پر غاړه وي.
































