د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي له اسوشیټډ پرس اژانس سره په مرکه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پر دوو احتمالي نتیجو خبرې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان ځواکونه پياوړي، روزل شوي، مجهز او په ښه روحیه سمبال دي خو په خبره یې کېدای شي د طالبانو پر وړاندې له بدو پایلو سره مخ شي. نوموړي زیاته کړې چې دا یو احتمال دی چې ښایي افغانستان له ډېرو بدو پایلو سره مخ شي خو دا احتمال هم لرې نه دی چې افغان پوځ به له خپل حکومت سره یو ځای پر ټولو ستونزو برلاسی شي. مېلي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې افغانان په خپلمنځي خبرو خپل هېواد له کورنۍ جګړې ژغورلی شي.
































