د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت بوږنوونکی او د اندېښنې وړ بللی دی. ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ټولې ترهګریزې پېښې چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندل شوې او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی او عاملین یې باید سخته سزا وویني. سرچینه کاږي چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګرۍ هر ډول د ټولې نړۍ امنیت ته خطر دی او نړیوالو ته په کار ده چې د ګواښونو په ختمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
































