په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکېله د تېرو کلونو په پرتله ډېره شوې ده. د ملګرو ملتونو او افغانستان د احصایې ملي ادارې یوه ګډه سروې ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله کې د تېرو کلونو په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دغه راپور کې راغلي چې په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې ۶۳۰۰ ټنه تریاک تولید شوي چې د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله په مراتبو ډېروالی ښيي. راپور زیاتوي چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي، خو هلمند د افغانستان لوړه سلنه کوکنار تولیدوي. بلخوا د کورنیو چارو وزارت بیا ددې راپور په غبرګون کې ویلي چې دوی په ګڼو ولایتونو کې لاس ته راوړنې لرلې دي، د نشه يي توکو کاروباریان یې نیولي دي، کروندې یې ویجاړې کړې دي او ددغه توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي.
































