د راپورونو له مخې ټرمپ د هغو کډوالو شمېر ۱۵ زره کسانو ته راټيټ کړی و چې هر کال یې په امریکا کې کډوالي و منل شي، خو بایډن تېره ورځ په یوه پرېکړه کې دا شمېره ۶۵ زره کسانو ته لوړه کړې ده. بایډن ویلي چې روان کال تر ۶۵ زره پورې کډوال مني خو راتلونکی کال به دا شمېره ان ۱۲۵ زره ته لوړه کړي. هغه ویلي د ټرمپ له لوري ټاکل شوې شمېره د امریکا له بشردوستانه چلند سره په ټکر کې عمل و، خو دی غواړي د کډوالو راتګ منظم شي او هغو کسانو ته د منلو لپاره زمینه برابره شي چې په امریکا کې د کډوالۍ وړ وي. هغه د خپل هېواد د ځینو پولو په اړه هم ویلي چې دوی هېڅ پوله بې سرنوشته نه پرېږدي او د امریکا د امنیت د تامین لپاره به پر پولو نظارت ډېروي.
































