برېتانیا وایي د افغان سولې په اړه باید د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي. د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او مشترک المنافع هېوادونو لپاره د برېتانیا د دولت وزیر احمد طارق له حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. دده په خبره برېتانیا له افغان حکومت او افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو دوام ته ژمنه ده. نوموړي ویلي برېتانیا په دې باور ده چې د افغان سولې لپاره باید د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وشي او ټول اړخونه دې وهڅول شي چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره کار وکړي. حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د برېتانیا او نورو هېوادونو هڅې مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې دغه هېوادونه دې له افغان سولې سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
































