ګارډین ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د عواقبو په اړه یو راپور خپور کړی دی. ورځپاڼې د جنرال مارک مېلي پرونۍ څرګندونې راخیستې دي چې ویلي یې و، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې له بدې پایلې سره مخ شي. ورځپاڼې ویلي، کله چې یو امریکایي جنرال په دې نظر دی نو امریکا ته په کار ده چې باید له افغان پوځیانو سره د اړینې مرستې له لارې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. ورځپاڼه دغه راز لیکي، امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، القاعده یې وځپله، د طالبانو رژیم یې مات کړ خو اوس بېرته دواړه ډلې خورا پیاوړې دي. ورځپاڼې ټینګار کړی دی چې که چېرته د پاکستان ملاتړ نه وای نو د طالبانو په ګډون هیڅ ترهګرې ډلې سر نه شو پورته کولی.
































