د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي. د هلمند کډوالو چارو رییس سید محمد رامین ویلي چې پر لښکرګاه د وسله والو طالبانو له بریدونو سره سم د دغه ښار د بولان او بوست کلا له اړوندو څخه دغه ښار ته نږدې د ناوې له ولسوالۍ څه تر زر ډېرې کورنۍ کډوالې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي کډوالو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي. په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وایي چې په هلمند کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او دغه راز د وضعیت د ارزونې لپاره یو نظامي پلاوی هم لښکرګاه ته رسېدلی دی.
































