ولسمشر غني وایي چې افغان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي. نوموړي چې نن یې په ارګ کې د سل ورځې او سل زېري په نوم یو پروګرام ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هیڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له دې وروسته د ملي مسائلو په اړه پرېکړه د حکومت او افغانانو کار دی. هغه یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې که چېرته افغانان وي نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.
































