د ال پایس په نامه د یوې اسپانیایي ورځپاڼې د راپور له مخې، په مکسیکو کې له پټلۍ د یو اورګاډي د وتلو پېښه کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. راپور کاږي چې دا پېښه له یو تونل څخه د اورګاډي له راوتلو سره سم رامنځته شوې ده. د مکسیکو چارواکو ویلي چې سیمې ته یې مرستندویه ډلې استولې دي. چارواکي وایي چې په پېښه کې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. د دوی په خبره د پېښې د رامنځته کېدو علت تر اوسه روښانه نه دی خو دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































