پنټاګون کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغندویي بریدونه غندلي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي دغه بریدونه چې د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د دوی پر اډه د طالبانو له لوري تر سره شول په هیڅ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نه اغېزمنوي. نوموړي زیاته کړې چې دغه ډول واړه بریدونه بې اغېزې دي او د دوی د وتلو پر څرنګوالي هیڅ تاثیر نه شي لرلی. د ویلو ده چې تر یاد برید وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د طالبانو له لوري ورته بریدونه یوه تېروتنه بللې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې باید د ځواکونو د وتلو پر مهال د ورته تېروتنې له تکراره ډډه وکړي.
































