سره له دې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي دي او په ډېری ولایتونو کې یې خپلې اډې تشې کړې دي، خو له دې سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. طالبانو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او قرارګاوو بریدونه کړي او مرګژوبله یې اړولې ده. افغان ځواکونو هم پر طالبانو ځوابي بریدونه کړي او دوی ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبره کوي، په دې منځ کې ملکي وګړي هم په امن کې نه دي. په ډېرو ولایتونو کې د نښتو له امله ملکي تلفات ډېر شوي دي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره تمه دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او معقوله خبره هم دا وه چې دواړه لوري به مذاکراتو کې چټکتیا راولي او د هېواد د جوړولو لپاره به کار کوي؛ خو خبره برعکس ده، طالبانو په دې پلمه چې ګواکې بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی، پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي. له هلمند نیولې تر ارزګان، کابل، لوګر، جوزجان، کندوز او مزارشریف پورې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي او مرګژوبله یې اړولې ده.
په دې منځ کې هلمند هغه ولایت دی چې وضعیت پکې تر بل هر ځای کړکېچن دی. طالبانو ان د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا سیمو ته ځانونه رسولي دي او له افغان ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي. طالبان وایي چې دوی افغان ځواکونو ته په دې جګړو کې درنه مرګژوبله اړولې ده، نظامي تجهیزات یې له منځه وړي او د دوی پوستې یې نیولې دي. په هلمند کې ځايي چارواکي هم د سختو جګړو خبر ورکوي، خو وایي چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي، د طالبانو برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي. نوموړی دا هم وايي چې وسلهوالو طالبانو د حکومت لس پوستې نیولې دي. بلخوا د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په مرکز لشکرګاه، نهر سراج، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې ۱۰۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاتوي چې د ولایتي مرکز لښکرګاه له څنډو د طالبانو د لرې کولو عملیات روان دي.
یوازې جګړې نه، په هلمند کې دغه وضعیت د ملکي وګړو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي وایي چې له شاوخوا سیمو خلکو مرکز ته را روان دي او د روژې میاشتې په دې سخته ګرمۍ کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. د هلمند ځايي اوسېدونکي وايي چې بېځایه شوي خلک د خوړو او ځای له کمښت سره مخ دي، چې باید بېړنۍ مرسته ورسره وشي.
له دې سره هممهاله ولسمشر غني بیا په تازه څرګندونو کې بیا هم پر طالبانو غږ کړی دی، چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. ولسمشر په ارګ کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې که طالبان افغانان وي، نو باید له افغانانو سره خبرې وکړي، خو که یې واک له بل سره وي، نو بیا به د افغان ځواکونو له لوري سخت وځپل شي.
ولسمشر همدا راز په فارین پالیسي نشریه کې په خپله یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د سولې لپاره قربانۍ ته تیار دی او په خبره یې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. هغه ویلي که ډاډه شي چې د مذاکراتو په پایله کې افغانستان ته سوله راځي، نو دی تیار دی چې واک پرېږدي. ولسمشر همدا راز د لومړي ځل لپاره د یوه انتقالي حکومت له جوړولو سره هم توافق کړی دی. ولسمشر ویلي، د سولې حکومت باید لنډمهاله وي او طالبان باید ټاکنې ومني، دغه حکومت به ټاکنو ته زمینه برابروي او بیا انتخاب له افغانانو سره دی چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
































