هند او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده. دواړو لورو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله رامنځ ته شوی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او د هېڅ لوري په ګټه نه دی. په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره دایمي او بېړنی اوربند وشي او د جګړو سطحه دې کمه شي. سرچینه همدا راز وایي چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره و نه کارول شي او په دغه هېواد کې سوله به ددې سبب شي چې په سیمه کې د ترهګریزو پېښو د رامنځ ته کېدو ګواښ هم ختم شي.
































