پخوانی لوړپوړی امریکایي جنرال وایي چې د سرتېرو ایستل په افغانستان کې جګړه پای ته نه شي رسولی. په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځ پخواني قومندان او د سي ای اې مخکیني مشر جنرال دیوید پیتریس په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د سرتېرو ایستل په افغانستان کې د جګړې نه شي ختمولی بلکې یوازې د امریکا او ناټو ښکېلتیا پای ته رسوي. هغه وایي د سرتېرو له ایستلو وروسته هم ښایي په افغانستان کې جګړه روانه وي خو د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته به دوام کوي. نوموړي ویلي ددې وېره شته چې دوه درې کاله وروسته ناټو او امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو پښېمانه شي، ځکه پرېکړه یې بېړنۍ وه او لا هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو او جګړو ګواښ لوړ دی.
































