د فرانسې ولسمشر امانول مکرون وایي، په دې هڅه کې دي چې د نړۍ په کچه د اوربند لپاره د روسیې ملاتړ هم خپل کړي او په دې سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوربند طرحه تصویب شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مکرون نن ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له ډلې یې د دریو ملاتړ تر لاسه کړی، څو په ټوله نړۍ کې د اوربند پرېکړه تصویب شي. له دې کار څخه د مکرون موخه دا ده، څو د نړۍ هېوادونه پر نړیواله وبا (کووېډ ۱۹) باندې تمرکز وکړي او د خپرېدو مخنیوی یې وکړي. نوموړي په یوه راډیویي مرکه کې ویلي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د انګلستان لومړي وزیر بورس جانس یې له طرحې ملاتړ کړی دی. د فرانسې ولسمشر ویلي، چې غواړي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ هم خپل کړي، څو دغه طرحه تصویب شي. ده ویلي، زه ډاډه یم چې پوتین هم له دې طرحې ملاتړ کوي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو گوترش د مارچ مایشتې په ۲۳ نېټه په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه، څو جګړه ځپلي هېوادونه وکړای شي له کرونا ناروغۍ سره ښه مبارزه وکړي او د خلکو ژوند خوندي کړي. اوس مهال نیږدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې کرونا ناروغي خپره شوې ده، چې تر اوسه پورې یې ۱۲۷ زره کسان یې مړه کړي دي.
































