پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پوځیانو او نورو دولتي کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، دغه پېښه د بلوچستان د اواران په ماشکي سیمه کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د یادونې ده چې پرون په پښتونخوا کې هم په دوو جلا پېښو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې وه.
































