د امریکا پوځي ویبپاڼې میلیټري بلوګ راپور ورکړی دی چې امریکا دوه اضافي B-52 بم غورځوونکې الوتکې قطر ته استولې دي څو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ملاتړ وکړي. راپور کې راغلي چې امریکا غواړي له افغانستان څخه د امریکایي او ایتلافي ځواکونو ایستلو بهیر په منظم او مسوولانه توګه ترسره کړي نو ځکه یې په دې وروستیو کې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر د څار او ملاتړ لپاره اقدامات ډېر کړي دي. راپور کاږي چې دغه دوه اضافي پرمختللې جنګي الوتکې اوس قطر ته رسېدلي دي او د اړیتا په صورت کې به ترې ګټه واخیستل شي. د ویلو ده چې امریکا د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او پرون یې راپور ورکړی دی چې دغه بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی.
































