په هلمند کې د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. فرانس پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې تر زرو ډېرو کورنیو د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې خپل کورنه پرې اېښې او کډوالۍ ته مجبور شوي دي. په راپور کې راځي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو هم زور اخیستی دی او حکومت د طالبانو څو بریدونه په شا تمبولي دي. د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس سید محمد رحمان هم وایي چې په دغه ولایت کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې چې دمګړی په بد وضعیت کې دي. دده په خبره دغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه موسسو ته په کار ده چې په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
































