د نړۍ دغه صنعتي هېوادونو د غونډې په پای کې یوه اعلامیه صادره کړې ده او د نړۍ د مهمو مسایلو په اړه یې خپل دريځ روښانه کړی دی. دوی له ایران سره د مذاکراتو له پيلولو ملاتړ کړی دی او همدا راز یې ویلي چې د کرونا ضد واکسینو برنامې یا کوواکس همکاران دي او په دې برخه کې به مرسته کوي. دوی له ایران غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او هغه کورني او بهرني وګړي له بند خوشي کړي چې بې دلیله د ایراني حکومت له لوري نیول شوي دي. دوی د میانمار د پوځي چارواکو پر وړاندې هم د بندیزونو د وضع کولو پرېکړه کړې ده.
































