د کاناډا او افغانستان پارلماني ګروپونو په یوه انلاین کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي. د کاناډا د پارلمان غړو ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بولي او تمه لري چې ژر تر ژره د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسېږي. دوی ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. افغان لوري هم په بېلو برخو کې د کاناډا له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې له افغانستان سره د بشري حقونو د خوندیتوب او نورو اړوندو برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.
































