د پاکستان پوځ ویلي چې تېره ورځ په بلوچستان کې تر ماین چاودنې وروسته په شمالي وزیرستان کې هم د پاکستاني پوځیانو او وسله والو ترمنځ نښته کې درې پوځیان او دوه وسله وال وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي چې امنیتي ځواکونو په دوسلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرو پر ضد عملیات کول چې د وسله والو تر برید لاندې راغلل. پوځ وایي چې په دې نښته کې درې پوځیان او دوه ترهګر وژل شوي دي. پوځ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده او ګڼو عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































