نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره هم مهاله تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی. راپور کاږي، په لوګر کې موټربم برید د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره یو ځای وشو او دغه راز په یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ پراخې جګړې پیل شوې دي. ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال اباد او کندهار پر هوایي لارو تکیه کوي او د دې هوایي لارو امنیت د امریکا په لاس کې دی خو سره له دې هم د ورځپاڼې په باور د دوی وتل به له خطره خالي نه وي.
































