د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر او د طلوع نیوز د خبرونو پخوانی ویاند نعمت الله روان په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د روان کورنۍ تایید کړې ده چې نوموړي نن په کندهار ښار کې د وسله والو کسانو په یو برید کې خپل ژوند بایللی دی.
نوموړی داسې مهال وژل کېږي، چې پرون طالبانو هغه افغان ژورنالیستان او رسني چې د حکومت طرف نیسي او د طالبانو خلاف تبلیغات کوي ګواښ کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:« رسني دې ځانونه بې طرفه واقع کړي او د طالبانو پر خلاف دې غلط خبرونه نه خپروي که چا دغه کار وکړ د طالبانو لخوا به ورسره ورته چلند وشي.»
د ذبیح الله مجاهد له وینا وروسته په کابل کې د امریکا او انګلیستان سفارتونو په جلا ټیوټونو کې د طالبانو دغه ګواښ غندلی او هیله یې څرګنده کړي چې د جګړې لورې د افغاني رسنیو مخ ته خنډ نه جوړوي.
تر طالبانو مخکې د ملي امنیت مشر ضیا سراج هم په یوه خبري ناسته کې پر ژورنالیستانو غږ کړی چې د طالبانو پلوي دې نه کوي کوم کسان او رسني چې د طالبانو پلوي کوي هغوي سره به د تروریست په څیر معامله کوو.
په نړۍ کې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی، د یونسکو د راپور له مخې له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۷۶ ژورنالیست وژل شوي چې ۱۵ تنه یې یواځې تېر کال وژل شوي.
د ژورنالیستانو د اتحادې لخوا د دواړو لورو ګواښونه غندل شوي او زیاته کړې یې ده چې په جګړه کې ښکیل لورې د ژورنالیستان د خپلو سیاسي لوبو قرانیان کوي نه.
د نعمت روان د وژلو پړه تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستې،
































