د برازيل پلازمېنه ريو ډي جينېرو کې د ډزو له امله د يوه پوليس په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. د ځايي رسنيو په وينا پېښه د پولیسو د عملياتو پر مهال چې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو د يوې ډلې د نيولو په موخه يې کوله رامنځ ته شوې ده. ويل کېږي، دوه کسان چې په اورګاډي کې سپاره وو هم په ډزو لګېدلي خو روغتيايي حالت يې ښه دی. پوليسو د يوه افسر مړينه هم تاييد کړې ده. د ځايي رسنيو په وينا دغه جنايي ډله چې عمليات پرې کېدل په سيمه کې د نشه یي توکو په قاچاق او نورو جنايي جرمونو کې ښکېله وه.
































