د امریکا لوی درستیز وايي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ښايي په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا د څو نورو انتخابونو په منځ کې یو انتخاب دی. ده همداراز ویلي، امریکا تراوسه پورې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پلان نه دی جوړ کړی. نوموړي ویلي امریکا به ځینې مرستې له بهره کوي، خو ځینې چارې باید افغانانو ته وسپارل شي چې دوی یې په خپله وکړي. په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړې چې په افغانستان کې دننه د امریکایانو له ملاتړه پرته به افغانان له ځینو ننګونو سره مخامخ شي.
































