د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جرمونو د نړیوالې محکمې له څارنوالې سره د خبرو لپاره د هالنډ هاګ ښار ته تللی دی. بهرنیو چارو وزارت وايي چې اتمر او ورسره پلاوی به د دې سفر پر مهال د جرمونو د څېړنې لپاره د حکومت پر عملي پلانونو رڼا واچوي او په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال په راوروسته موده کې د شویو جرمونو د څېړنې په برخه کې به د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړي. د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، سرپرست لوی څارنوال ذبیحالله کلیم او د عدلي، قضايي او امنیتي بنسټونو کارپوهان د دې پلاوي غړي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت د ټولو اړوندو قضیو د عدلي او قضايي تعقیب په برخه کې د خپلو اقداماتو راپور دې محکمې ته سپارلی، خو په دې اړهیې جزئیات نهدي ورکړي.
































