د ناټو عمومي منشي وايي چې دا ټلواله د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي. ینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم د افغان ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز ماموریت د وتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. سټولټنبرګ وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ختم له افغانستان سره د ناټو د اړیکو د ختم معنی نه لري. نوموړی وايي، دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو. سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.
































