د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۳۰۰ مثبتې پېښـې ثبت شوې او لس کسان يې له امله مړه شوي دي. د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ۲۳۰۰ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۳۰۰ يې مثبتې دي. سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۱۷۵۵ ته لوړ شو. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۷۲ کسان په کابل، ۱۵ په هرات، ۶۳ په کندهار، ۴۵ په بلخ، درې په ننګرهار، یوه – یوه په تخار او اروزګان، ۷ په پکتیا، دوه – دوه په پروان، بدخشان او سمنګان، درې په میدان وردګو، اته په لوګر، پنځه – پنځه په بادغس او کونړ، ۳۵ په لغمان، څلور – څلور په خوست او پکتیکا، ۱۶ په غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
































