د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې دوی په سیمه کې د ناندریو او کشمکشونو د کمولو په موخه له ایران سره خبرې کړې دي. دغه چارواکي ویلي خبرې خورا مهم پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې ژر تر ژره یې پایله محسوسه شي. سعودي عربستان او ایران له کلونو راهیسې په خپلو کې کشمکش درلود چې له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې هم ختمې شوې وې او ان دواړو هېوادونو د یو بل پر ضد نیابتي جګړې هم کړې دي. اوس دواړه هېوادونه د ستونزې د سوله ییز حل په لټه کې دي.
































