افغانان دې د پردیو لپاره خپل وروڼه نه وژني. پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله په کلکو ټکو غندلې ده او په یوه خپره کړې اعلامیه کې یې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني. نوموړي ویلي چې په هېواد کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او د پردیو د ګټو لپاره روانه ده له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره یې پای ته ورسوي. هغه په روانه جګړه کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل هم وحشتناک او بشر ضد عمل بللی دی او تمه یې ښودلې چې دواړه لوري د جګړو د شدت پر ځای مذاکرات چټک کړي ځکه دلته روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او بله حللاره نه لري.
































