د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو او امریکا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان تاوتریخوالی کم کړي او پسرلنۍ نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي. دغه هېوادونو په یوه شل ماده ییزه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړي دي او په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د زور حکومت بریا ته نه رسېږي. دوی د روانې جګړې او تاوتریخوالي پړه هم پر وسله والو طالبانو اچولې ده او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. ددوی په خبره طالبانو ته په کار ده چې نااعلان شوي پسرلني عملیات هم ودروي او پر ځای یې مذاکرات چټک کړي. امریکا او د اروپايي ټولنې غړو هېوادنو تمه ښودلې چې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسول شي.
































