د ایران د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې د ویانا وروستۍ غونډې او لیدنې کتنې ګټورې بللې دي. نوموړي ویلي امریکا د بندیزونو د لرې کولو او کمولو لپاره چمتووالی ښودلی دی خو ایران تر دې هم ډېر څه غواړي. په ویانا کې د امریکا او ایران ترمنځ درې پړاوه غیر مستقیمې خبرې ترسره شوې او اوس ټاکل شوې چې څلورم پړاو مذاکرات هم د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډون ترسره شي. امریکا غواړي له ایران سره شته اټومي مسایل د خبرو له لارې حل کړي او ایران هم په دې برخه کې چمتووالی ښودلی دی.
































