امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو تر څنګ ودرېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي. هغه په ټوېټ پیغامونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو افغانانو ترڅنګ درېږي او ملاتړ به یې کوي. هغه ویلي د دواړو لورو مشرانو ته په کار ده چې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او هڅه دې وکړی چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره نرمښت وښيي. هغه ویلي چې له تاشکند نیولې تر کابل او جرمني یې د سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
































